1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: په لږ عايده دندو کي د تحصيل يافته مهاجرو مصروفيت

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

که په اروپا کي مهاجرو هغسي کارونه کولای سوای چې ځايي خلک يې په مشابې تحصیلاتو سره کوي او د هغوی په اندازه یې معاش اخيستلای، د اروپا اقتصاد کیدای سوای تر ۳۳ اشاریه ۸ میلیارده یورو پوري وده کړې وای.

https://p.dw.com/p/4fOj2
Symbolbild Migration Fachkraft Facharbeiter
انځور: Thomas Koehler/photothek/picture alliance

د یو لړ پلټنو له مخي چي د «لایت هاوس ریپورت»، «فایننشال ټایمز» ورځپاڼې، هسپانوۍ ورځپاڼې «ال پاییس» او «Unbias the News» رسنۍ په گډه کړي دي، هغه مهاجر چي د لوړو تحصیلاتو خاوندان دي، په ټوله اروپا کي له خپلو تحصیلاتو په کښته کچه کارونو کي مصروف دي او د محلي همکارانو په پرتله ډیر کم معاش ورکول کيږي.

د دغو پلټنو نتایج د نوموړي پدیدې پراخوالی تائیدوي چي ترې د استعدادونو د ضایع کیدو په نوم یادونه کیږي. له دغې اصطلاح څخه هدف د مهاجرو او د هغوی د کارونو په توانايي کي د تناسب نشتوالی دی. خو د مهاجرو د کاري ساعتونو د شمیر د ټیټوالي او یا هم د هغوی د بیکارۍ په هکله د یو څه وخت له پاره د «استعدادونو د ضایع کیدو تر عنوان لاندي» هم یادونه کیږي.

په آلمان کی د مهاجرو له پاره د مسلکی زده کړو چانسونه

په دغه رپوټ کي، د اروپايي ټولني د احصايي ادارې یا «یوروستات» له خوا د تر سره سوو نظر پوښتنو ارقام په ټولو غړو هیوادونو او همدارنگه سویس، آیسلنډ او بریتانيا کي (تر ۲۰۱۹م کال پوري) ارزول سوي دي.

د لاس ته راغلو نتایجو له مخي، په اروپا کي له پوهنتون څخه د فارغ سوو مهاجرو تقریباً نیمايي برخه، په هغو کارونو باندي اخته ده چي د هغوی د تحصیلاتو تر سطحي ډېر کښته دي. علاوه پردې د محلي خلکو په پرتله د مهاجرو په منځ کي د بیکارۍ دغه رقم دوه برابره دی. په داسي حال کي چي د محلي خلکو او مهاجرو ترمنځ د تحصیل سطحه تقریباً یو ډول ده.

دغه خبره د تحصیل یافته مهاجرو ښځو په برخه کي هم صدق کوي او ددې امکان چي هغوی به بیکاره سي، تر محلي خلکو ډېر دی.

د دغو پلټنو پر بڼسټ، د مهاجرو د بیلابیلو ډلو په منځ کي، پناه غوښتونکي تر ټولو خراب کارونه لري او ډیر زیات د «استعدادونو له ضایع کیدو» څخه اغیزمن سوي دي.

هم مهاجرو او هم اقتصاد ته ضربه

اروپا د هغو عواملو لکه د سن زیاتولی، بریگزیت یا له اروپايي ټولني څخه د بریتانيا د وتلو او داسي نورو شخړو لکه د اوکراین جگړې له امله د پام وړ کاري ځواک له کمښت سره مخامخ ده.

سره له دې چي د یورو په ټوله حوزه کي له مهاجرت سره مخالفتونه مخ پر زیاتیدو دي، خو ډېر اروپايي هیوادونه په دې ښه پوهیږي چي د خپل اقتصاد د پیاوړي کیدو او مالي بحران د مخنیوي له پاره د مهاجرو کاري ځواک ته اړتیا لري. هغوی له همدې کبله د کاري مهاجرو شراط آسانه کړي دي، په ځانگړي ډول د ماهرو بهرني کارگرانو د جذبولو له پاره.

خو د دغو پلټنو له مخي، اروپايي هیوادونه په دې نه دي توانیدلي چي د کار عادلانه شرایط رامنځته کړي. په خاص ډول د عاید په برخه کي د مهاجرو او محلي خلکو ترمنځ لوی واټن لیدل کیږي.

په دغو پلټنو کي دا هم افشا کیږي چي په اروپا کي د فارغ التحصیلو مهاجرو معاش د محلي فارغ التحصیلو په پرتله چي عین اسناد لري، په کال کي ۲ زره یورو کم دی.

د بالقوه معاشونو له لاسه ورکول یوازي د مهاجرو له پاره یوه دردوونکې خبره نه ده، بلکي اقتصاد ته هم زیان رسوي. که مهاجر د خپلو تحصیلي وړتیاوو مطابق کارونه ولري او معاشونه یې له محلي همکارانو سره یو ډول وي، نو د اروپا اقتصاد کیدای سي شاوخوا ۳۳ اشاریه ۸ میلیارده یورو وده وکړي.

په ټولو هیوادونو کي وضعیت یو ډول نه دی

په دغو پلټنو کي همدارنگه دا واضح سوې ده چي د استعدادونو د ضایع کولو پدیده د اروپا په ټولو مختلفو هیوادونو کي یو ډول نه ده. ایټالیا، یونان، اسپانیا او سویډن د هغو هیوادونو په ډله کي راځي چي له دغې پدیدې سره په مبارزه کي دومره بریالي نه ول.

د مسلکي مهاجرو د وضعیت اروزنه او په آیرلنډ، پرتگال او سویډن کي د فارغ التحصیلو مهاجرو سره سوي مرکې ښيي چي د اروپا په بازارونو کي فرصتونه او خنډونه څومره یو له بل سره توپیر لري.

خو پرتگال په دې برخه کي بیل ځای لري او په دې تونیدلی دی چي د لوړو تحصیلاتو لرونکي مهاجر په ډېره ښه توگه د کار په بازار کي ادغام کړي.

په پرتگال کي چي د لویدیځي اروپا تر ټولو بې وزله هیواد دی، ډیر کم شمېر مهاجر په لږ معاش سره کارونو کي بوخت دي او د بیکارۍ پدیده هم لږ لیدل کیږي.

د پرتگال حکومت په هغو اقتصادي گټو پوهیږي چي مهاجر یې له ځانونو سره راوړي، د هغوی داسي ملاتړ کوي چي د ژبې د وړیا زده کړي، د زده کړو د برنامو او مسلکي زده کړو امکانت ورته برابر کړي.

د رپوټ سرچینه: اینفومایگرانتس، د دویچه ویلې همکاره رسنۍ