1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: د پخوانیو پوځیانو او چارواکو شکنجه او وژنه ادامه لري

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه رپوټ کي د ملکي کسانواو پخوانیو چارواکو د نیولو او وژلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د رپوټ کي له مخی د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کي ۴۰ ملکیان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4fQev
Afghanistan | Taliban feiern zwei Jahre seit ihrer Rückkehr an die Macht
انځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د وضعیت په هکله خپل درې میاشتنی رپوټ خپور کړی دی. په دغه رپوټ کي د روان کال (۲۰۲۴) له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتي پوري، د ملکي کسانو د تلفاتو ارقام، د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د رسنیو د آزادۍ وضعیت ارزول سوی دی.

ملکي تلفات

د نوموړي رپوټ نتایج ښيي چي په دغو دریو میاشتو کي د ځای پرځای سوو ماینونو د چاودني او نورو مختلفو بریدونو په نتیجه کي په دغه هیواد کي ۳۶ ملکي کسان او څه ناڅه ۱۲۰ نور زخمیان سوي دي.

خو یوناما ښيي چي د روان کال یوازي د جنورۍ له ۶ څخه تر ۱۱ پوري په کابل کي د دریو چاودنو په ترڅ کي ۷۹ ملکي کسان وژل او ټپيان سوي دي. 

د دغو بریدونو د ډیرې برخي مسئوليت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی او د دغو بریدونو هدف هم ډېر وخت شیعه هزارگان وه.

تر مارچ مياشتي وروسته هم افغانستان د ملکي کسانو د تلفاتو او بریدونو شاهد وو چي د دغه رپوټ په زماني وخت کي نه شاملیږي. د رواني اونۍ د د دوشنبې په ورځ لا په هرات ولایت کي پر شیعه مسلمانانو د برید په نتیجه کي ۶ کسان ووژل سول او دوه نور زخمیان سول.

د پخوانیو چارواکو تهدید او وژنه

یوناما همدارنگه په دغه رپوټ کي ویلي دي چي د طالبانو د ادارې له خوا د عفوی پر اعلان سربیره، پخواني چارواکي او د پخواني حکومت دفاعي او امنیتي  ځواکونه له سختو گواښونو لکه پر خپل سرو نیونو، شکنجو، ناوړه چلند او صحرايي وژنو سره مخامخ سوي دي.

رپوټ زیاتوي چي د روان کال د جنورۍ مياشتي له لومړۍ نیټې څخه د مارچ تر ۳۱ پوري یوناما د نیول کیدو حد اقل ۳۸، د شکنجو او ناوړه چلند لس پیښې او د پخوانیو کارکوونکو، چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو حد اقل ۴ غیرقانوني وژني ثبت کړي دي.

په دغه رپوټ کي د طالبانو په اداره کي صحرايي محکمو او قصاص ته هم اشاره سوې ده چي د طالبانو د ادارې محکمو په فبرورۍ میاشت کي د دریو کسانو د اعدام حکم صادر کړ او هغوی په عام محضر کي قصاصسول.

د رپوټ په بله برخه کي د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي برید ته هم اشاره سوې ده چي په دغو بریدونو کي د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کي هم څلور غیرنظامي کسان وژل سوي او اوه نور زخمیان سوي دي.

یوناما په دغه رپوټ کي همدارنگه له نجونو پرته د تعلیمي کال پیل کیدو او د خبریالانو له پاره له ننگونو ډک وضعیت څخه هم خبره کړې ده.

په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د طالبانو له خوا پر عملي سوو بندیزونو او خپلسرو نیونو سربیره، رسنۍ د پام وړ مالي ننگونو سره مخامخی دي.

د افغان نجونو له پاره تلویزونې زده کړې

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila